د لاس رسي وړ اتصالات

یو پخوانی سرتېری څنګه په نشو اخته شو؟


یو پخوانی سرتېری څنګه په نشو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

د افغانستان د سرحدي پولیسو پخوانی سرتیری نصرالله وايي د نشه يي توکو له قاچاقبرو څخه نیول شوي مواد یې څکول چې ورباندې روږدی شو.


د افغانستان د سرحدي پولیسو پخوانی سرتیری نصرالله وايي د نشه يي توکو له قاچاقبرو څخه نیول شوي مواد یې څکول چې ورباندې روږدی شو.

هغه وايي په هلمند کې یې د دندې په مهال له قاچاقبرو څخه اپین نیول او له نورو ملګرو سره به یې په ګډه څکول.

نصرالله وایي "چې کله به مو تریاک ونیول، په دې به موږ دوه مړي او زخمیان هم ورکړل، دا به بېرته د پیسو په مقابل کې په معامله کې خرڅ شول، قاچاقبر او قوماندان به سرې سترګې ګرځېدل، موږ به په کې مړه وو، نو له همدې امله به موږ کیلو کیلو (اپین) وهل".

نصرالله چې په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې په زر بستریز مرکز کې ځان بستر کړی وايي له اپینو وروسته یې اوه کاله هر ډول نشه يي‌توکي وڅکول او خپله دنده یې هم د نشو له امله پرېښوده.

دی وايي ترهغه چې د افغان حکومت چارواکي د نشه يي توکو کاروباریانو مخنیوی ونه کړي په افغانستان کې د اعتیاد ستونزه به لاپسې پراخه شي.

چارواکو ویلي چې په د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو په منځ کې د نشه يي توکو د کارونې پر وړاندې یې جدي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې به خپله مبارزه لا ګړندۍ کړي.
XS
SM
MD
LG