د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیسو افسر چې نشه‌يي موادو یې ژوند تباه کړ


د پولیسو افسر چې نشه‌يي موادو یې ژوند تباه کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

محمدناصر ستانکزی چې څه موده وړاندې د پولیسو په لیکو کې افسر وو وايي نشه‌يي موادو یې ژوند تباه کړ او هرڅه یې ترې واخیستل.


محمدناصر ستانکزی چې څه موده وړاندې د پولیسو په لیکو کې افسر وو وايي نشه‌يي موادو یې ژوند تباه کړ او هرڅه یې ترې واخیستل.

دی چې اوس په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې په زر بستریز مرکز کې تر درملنې لاندې دی وايي په پیل کې په ایران کې په اپینو اخته شو خو افغانستان له راستنېدو وروسته دلته په هیرویینو باندې هم اخته شو.

ستانکزی وايي "د د لوګر د نظم عامه په قطعې کې وم، ښه دنده مې درلوده خو مخدره موادو دې حالت ته راوستم چې له دندې یې هم پاتې کړم او له کار او ژوند څخه هم، چې د سړي دوه پښې نه وي ښه ده خو چې په مخدره موادو اخته نه وي، مخدره مواد دومره یو نجس او مردار بوټی دی چې خدای دې ترې ټول مسلمانان وساتي".

دی وایي شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې د مخدره موادو له امله یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده.

ستانکزی هیله لري چې له درملنې وروسته بېرته له خپلې کورنۍ سره یوځای شي او له مخدره موادو پاک ژوند پیل کړي.
XS
SM
MD
LG