د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د بزګر ملي ورځ


په ننګرهار کې د بزګر ملي ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

په افغانستان کې د بزګر ملي ورځ په بېلا بېلو مراسمو ولمانځل شوه، په ننګرهار کې هم په لسګونو کروندګرو خپل کرنیز وسایل او توکي نندارې ته وړاندې کړل.


په افغانستان کې د بزګر ملي ورځ په بېلا بېلو مراسمو ولمانځل شوه، په ننګرهار کې هم په لسګونو کروندګرو خپل کرنیز وسایل او توکي نندارې ته وړاندې کړل.

په دغه نندارتون کې تر سلو زیاتو غرفو کې بېلا بېل کرنیز تولیدات نندارې ته ایښودل شوي چې د خلکو او سوداګرو پام راواړوي.

کروندګر وایي که څه هم په دغه ولایت کې کرنه ښه شوې ده، خو په کار ده چې حکومت یې د تولیداتو لپاره بازارونه پیدا کړي.

کروندګر په شړکنده باران کې خلکو ته بېل او نورو کرنیزو وسایل ورښيي چې په څومره سختۍ د لاسو په خوارۍ د فصلونو پالنه کوي او که کال باراني شي نو حاصلاتو ته یې تمې په ډېرېدو وي.

د ننګرهار کرنې رئيس انعام الله ساپی وایي سږ کال به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ۵۰ میلیونو افغانیو پروژې پیل کړي چې په کې به د بازار موندنې اړخونو ته هم پام وکړي.

هغه وايي " دا پروژې به د کروندګرو له غوښتنو او اړتیاوو سره سمې وي، دغه وړې، منځنۍ او لویې پروژې به تر ډېره د کروندګرو ستونزې اوارې کړي او هڅه کوو چې موثریت یې زیات وي".

په جلال اباد کې به دغه فرهنګي او صنعتي نندارتون څلور ورځې دوام کوي چې به پکې د خوړو له مېلې سره سره د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره هم وشي.


XS
SM
MD
LG