د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د کروندګرو له خوا د اصلاح شویو تخمونه غوښتنه


په خوست کې د کروندګرو له خوا د اصلاح شویو تخمونه غوښتنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

په خوست کې يو شمېر کروند ګر وايي چې دوی ته د اصلاح شويو تخمونو او نورو کرنيزو توکو مرسته به یې نه یوازې د کرنیز محصولات زیات کړي بلکې ورسره به له اقتصادي پلوه هم پیاوړي شي.


په خوست کې يو شمېر کروند ګر وايي چې دوی ته د اصلاح شويو تخمونو او نورو کرنيزو توکو مرسته به یې نه یوازې د کرنیز محصولات زیات کړي بلکې ورسره به له اقتصادي پلوه هم پیاوړي شي.

کروندګر وايي د حلالو کښتونو پراختیا او میکانیزه کول، د نشه يي‌ توکو د کر او تولید په مخنیوي کې مرسته کوي.

​که څه هم په خوست کې د کرنې مسؤلين وخت ناوخته پر يو شمېر کروندګرو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د وېش خبره کوي، خو کروندګر قدرت الله وايي په کافي اندازه د غله جاتو او سبزيو اصلاح شويو تخمونو ته د نه لارسرسي له امله یې کرنيز محصولات په هغه کچه نه دي چې لازمه ده.

هغه وايي "کله چې د بزګرانو حاصلات نيمګړي وي يا کمزوري وي يا امراض وکړي، نو د يوه بزګر پر اقتصادي وضعيت، همدا شان د يوه ولايت يا د يوې ولسوالۍ پر اقتصادي وضعيت بد تاثير لري".

​که څه هم په دې ولایت کې کوکنار نه کرل کيږي، خو کروندګر وايي چې په ياده برخه کې له دوی سره مرسته به يې له يوې خوا اقتصاد پیاوړی کړي او له بله پلوه به په نورو سیمو کې هغه کروندګر هم د حلالو کښتونو کرلو ته وهڅوي چې پر خپلو ځمکو نشه يي‌ توکي کري.

​په ورته وخت کې د کرنې رياست مسئولين وايي، تر کومه بريده چې دوی امکانات لري، له کروندګرو سره يې د اصلاح شويو تخمونو او نورو اړينو توکو مرسته کړې ده.

د کرنیزو چارو امیر انجنیر فضل رحیم وايي د راتلونکې کال لپاره هم په ځینو نورو ولسوالیو کې د تخمونو د وېش لړۍ لري.

هغه وايي "په سبزيجاتو کې اصلاح شوي تخمونه ضرور دي چې د دوی حاصل زيات شي، د بزګر اقتصادي حالت ورسره ښه شي. موږ وړانديزونه پخوا هم کړي، بيا به يې هم کوو، اميدوار يو چې موږ ته د غنمو نه پرته نور اصلاح شوي تخمونه هم د غله جاتو، ميوه جاتو او سبزيجاتو په برخه کې راوړل شي، ترڅو د بزګرانو حاصل په نورو برخو کې هم زيات شي".

خلک وايي له کروند ګرو سره په ياده برخه کې مرسته کول نه يوازې د مخدراتو د کښت په مخنيوي کې مهم رول لري، بلکې د هېواد په اقتصادي وده کې هم خورا مهم اغېز لري.
XS
SM
MD
LG