د لاس رسي وړ اتصالات

فېروزه: خاوند مې په زوره په نشو اخته کړې وم


فېروزه: خاوند مې په زوره په نشو اخته کړې وم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:14 0:00

د غزني ښار اوسېدونکې فېروزه وايي چې خاوند یې په زوره په نشه يي توکو اخته کړې وه او تر یو کال یې زیات نشه يي‌توکي کارول.


د غزني ښار اوسېدونکې فېروزه وايي چې خاوند یې په زوره په نشه يي توکو اخته کړې وه او تر یو کال یې زیات نشه يي‌توکي کارول.

هغه وايي چې خاوند یې په ایران کې په تریاکو او پوډرو اخته شوی وو، چې له راتګ وروسته یې هغه هم په نشو اخته کړه.

فېروزه چې تازه یې له روغتون څخه تر درملنې وروسته کور ته ستنه شوې ده، وايي چې د پلار په مرسته یې درملنه وشوه او اوس ډېره خوښه ده چې له نشو پاک ژوند لري.

هغه وايي " پلار مې خبر کړ ما ویل زه یې معتاده کړې یم، اوس غواړم بېرته یې خوشي کړم نو بیا یې زه شفاخانې ته راوړم. کله چې زه له شفاخانې راغلم خاوند مې به مې د شا له خوا دود پوپ کاوه او ویل به یې ولې دې نشه پرې ایښې؟ ته چا شفاخانې ته بوتلې؟ چې کله به مې مخدرات څکول ژړل به مې چې ولې په دې بد کار اخته شوې یم. اوس ډېره خوشحاله یم چې روغه شوې یم او نشه يي توکې مې خوشې کړي دي".

د فېروزې په خبره چې خاوند یې لا هم معتاد دی خو هڅه کوي درملنې ته یې تشویق کړي، چې هغه هم له نشو لاس واخلي او عادي ژوند ته راوګرځي.
XS
SM
MD
LG