د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی معتاد، اوسنی رضاکار


پخوانی معتاد، اوسنی رضاکار
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

د نشه يي توکو یو پخوانی معتاد تمیم چې شاوخوا اووه کاله یې نشه يي توکي څکولي اوس د کابل په جنګلک روغتون کې د رضاکار په توګه د نورو معتادینو خدمت کوي.


د نشه يي توکو یو پخوانی معتاد تمیم چې شاوخوا اووه کاله یې نشه يي توکي څکولي اوس د کابل په جنګلک روغتون کې د رضاکار په توګه د نورو معتادینو خدمت کوي.

هغه وايي د دې لپاره چې بیا په نشو اخته نه شي د یوې مودې لپاره دغه روغتون نه پرېږدي.

تمیم وايي "ما مخکې چرس څکول، ملګرو مواد راکړل چې شیشه ورته وايي، ما فکر وکړ چې له دوی سره بوره ده، ما ته یې وویل واخله له دې یو دود وڅکوه، ما ورته وویل دا څه دي؟ هغوی راته وویل چې شیشه ده".

تمیم چې پخوا یې د لویو لارو موټر چلاوه، وايي د دې لاره چې خوب ورنه شي، په لومړیو کې چرس څکول چې وروسته په شیشه هم اخته شو.
XS
SM
MD
LG