د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د لوکاټ باغونه زیات شوي


په کندهار کې د لوکاټ باغونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

په کندهار کې د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج په لړ کې د لوکاټ د میوو باغونو ښه نتیجه ورکړې ده.


په کندهار کې د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو د ترویج په لړ کې د لوکاټ د میوو باغونو ښه نتیجه ورکړې ده.

دغه مېوه چې تر نورو ژر پخیږي اوس یې په کندهار کې په لسګونه باغونه جوړ شوي او د کرنې مسئولین وایي له کروندګرو سره مرسته کوي چې د دغې مېوې کرلو ته مخه کړي.

د لوکاټ نیالګي، شپږ کاله مخکې په کندهار کې د لومړي ځل لپاره په یوه فارم کې تجربه شوي، چې دغې مېوې اوس ښه حاصل ورکړی دی.

د کندهار د کرنې مسئولین وایي چې تر دې بریالۍ تجربې وروسته د کندهار په بېلا بېلو سیمو کې د لوکاټ‌ نوي باغونه جوړ شوي، چې د نشه يي توکو یو ښه بدیل کېدای شي.

د کندهار کرنې ریاست د ترویج مسئول انجنیر محمدالله وایي دغه مېوه چې د نورو په پرتله ژر پخیږي، تر راتلونکې کال پورې به یې حاصلات بازار ته وړاندې شي.

هغه وايي "لوکاټ دا خاصیت لري چي تر نورو تازه مېو ژر پخیږي او مارکېټ ته په داسې وخت کې رسیږي چې نورې مېوې نه وي نو دا هم په ښه بیه خرڅیږي او هم باغوان ته ژر ګټه په لاس ور کوي".

د لوکاټ باغ لرونکي وايې چې د یادې تازه مېوې بیه هم په مارکېټ کې لوړه ده او باغ لرونکو ته تر نور حاصلاتو ښه ګټه رسوي.

عبدالهادي پر خپله ځمکه د لوکاټ باغ کښېنولی، هغه وایي چې دغه مېوه پر داسي وخت مارکېټ ته رسیږي چې نورې میوې حاصل ته نه وي رسیدلي.

هغه وايي "موږ په دې موسم ته کاوو بازار ويل یعنې ځمکه وال به له داسې یوه حالت سره مخ وو چې هیڅ ګټه به يې نه لرل خو اوس دادی لوکاټ د پسرلي په میاشت کې حاصل ته رسیږي او تیاره ګټه باغوان ته په لاس ورځي نو چې داسي ګټور باغونه رواج شي نشه يي توکي بیا څوک نه کري".

د کرنې مسئولین وايي چې د نشه يي توکو د بدیلو کښتو په ترځ کې هڅې زیاتې شوي چې ځمکه والو ته بېلا بېل نوي کښتونه ور وپېژني.

تر دې مخکې په کندهار کې د نشه يي توکو پر ځای د پستې او انجې په ګډون بېلا بېل بدیلونه تجربه شوي چې اوس يې مهم اقتصادي ارزښت پیدا کړی.

XS
SM
MD
LG