د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د مېوو حاصلات زیات شوي


په ننګرهار کې د مېوو حاصلات زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

په ننګرهار کې پر سلګونه جریبه ځمکه د بېلابیل ډول میوو له باغونو تر ټولو ښه پایله شفتالو ورکړې، چې د تېر کال په پرتله د دوه چنده په زیاتوالي یې حاصل ۵۵۰۰ ټنو ته پورته شوی دی.


په ننګرهار کې پر سلګونه جریبه ځمکه د بېلابیل ډول میوو له باغونو تر ټولو ښه پایله شفتالو ورکړې، چې د تېر کال په پرتله د دوه چنده په زیاتوالي یې حاصل ۵۵۰۰ ټنو ته پورته شوی دی.

په ننګرهار کې د سخت زړو میوو په حاصلاتو کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی، چې د اټکل له مخې حاصلات یې نږدې شپږ نیم زره ټنو ته رسېږي.

د سخت زړو میوو په نندراتون کې چارواکو وویل، چې زرد الو، الوچې، او لوکاټ هغه نورې میوې دې چې د باغونو جوړېدا یې په مخ په دودېدو ده چې د ګرندوګرو په اقتصادي پیاوړتیا کې د مهم رول تر څنګ په کور دننه تر یوه بریده د میوې اړتیا هم پوره کولی شي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وايي "تېر کال موږ په ننګرهار کې دوه زره ټنه شفتالو حاصل درلود، خو سږ کال به دا حاصل ۵۵۰۰ ټڼه شي او ګټه یې راسآ بزګر ته رسېږي".

د کرنې اداره وایي، چې باغدارۍ له نورو ګروندو او په ځانګړي توګه له کوکنارو بزګرو ته لوړ حاصل ورکوي او دوی د دې برخې د پیاوړتیا په هڅه کې دي، چې سږنی کال یې د ننګرهار په بېلابیلو ولسوالیو کې ۲۲ سوه جریبه باغونه جوړ کړي دي.

بزګر هم خوښ دي، چې د نورو ګرندو په پرتله د باغداري ښه او عواید یې څو چنده زیات دي؛ خو دوی غوښتنه کوي، چې د لا نورې پیاوړتیا لپاره دې ورسره حکومت او مرسته کوونکي ادارې همکارۍ زیاتې کړي.

ننګرهار د اب و هوا له اړخه د کرنې په برخه کې ښه فرصتونه لري او چې د میوو تر څنګ یې دا کال د سبزیجاتو په کرکیله کې هم ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی، چې دلته د کارونې سربېره د هېواد نورو سیمو ته هم استول کېږي.
XS
SM
MD
LG