د لاس رسي وړ اتصالات

یوه بې سرپناه معتاده مور او د هغې ماشومان


یوه بې سرپناه معتاده مور او د هغې ماشومان
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

۳۰ کلنه زرغونه چې نږدې یوه لسیزه کیږي په نشه يي توکو اخته شوې ده، وايي چې له واده کولو وروسته یې خاوند نشه يي توکي ورکول.


۳۰ کلنه زرغونه چې نږدې یوه لسیزه کیږي په نشه يي توکو اخته شوې ده، وايي چې له واده کولو وروسته یې خاوند نشه يي توکي ورکول.

دغه معتاده چې په غزني کې اوسیږي وايي په لومړیو کې د نشې په اغېزو نه پوهېده خو له یو څه مودې وروسته چې به نشه يي توکې نه وو، بدن به یې سخت درد کاوه.

هغه وايي د نشه يي توکو د لاسته راوړلو لپاره یې د کور توکي خرڅول او ژوند یې سخت تریخ شو.

زرغونه وايي " ناوخته په ځان خبره شوم چې معتاده شوې یم، ځکه یوه ورځ چې به نه مواد نه ول یا به مې خاوند بل ځای ته تللی وو نو په هغه ورځ به مې بدن درد کاوه، له هغه وروسته مجبوره شوم د درد له امله ادامه پسې ورکړم. ډېر مالونه او ځمکې مو درلودې ټول مو د همدې پوډرو لپاره خرڅ کړل. د کور ټول هغه پخواني شیان مو پټ او ښکاره له کوره ایستل او خرڅ مو کړل اوس هېڅ نه دي را پاته، دغه ماشوم چې ۷ کلن دی له پرون راهیسې یې ډوډۍ نه ده خوړلې، وږي تږي او خوار او زار کرځو، هېچا هم زمونږ سره تراوسه کومک نه دی کړی".

دغه معتاده مور چې ۶ ماشومان هم لري اوسمهال د غزني په ښار کې خیر ټولوي او خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.

هغه وايي، ډېر کله چې پیسې پیدا نه شي ماشومان یې د څو ورځو لپاره په نهاره ګرځي.


XS
SM
MD
LG