د لاس رسي وړ اتصالات

هغه پخوانی سرتېری چې د خپګان له امله په نشو اخته شوی


هغه پخوانی سرتېری چې د خپګان له امله په نشو اخته شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

په خوست کې په نشه يي توکو يو روږدی کس وايي چې په ملي اردو کې د دندې پرمهال يې د خپلو ملګرو له لاسه ورکولو کې له امله د ورپېش شوي خپګان له امله نشه يي‌توکو ته پناه يوړه.

په خوست کې په نشه يي توکو يو روږدی کس وايي چې په ملي اردو کې د دندې پرمهال يې د خپلو ملګرو له لاسه ورکولو کې له امله د ورپېش شوي خپګان له امله نشه يي‌توکو ته پناه يوړه.

د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی حبيب الله شاوخوا شل کاله مخکې د چرسو په څکولو روږدی شوی و، خو نورو مخدره موادو ته يې څلور يا پنځه کاله مخکې مخه کړې ده.

حبيب الله وايي، چې لومړۍ يې چرس څکول،‌خو کله چې د ملي اردو ليکو ته ورغی او يو شمېر خپل همسنګري يې په جګړه کې له لاسه ورکړل،‌ له خپګان نه يې نورو نشه يي‌توکو ته پناه يوړه.

هغه وايي "ډېر مړي‌او شهيدان مو ورکړل. اول يې په ما باندې د پوډرو سګرېټ وڅکولو، بيا يوه بريدمل ټبلېټ کا راباندې وخوړله. ټبلېټ کا ما په سترګو هم نه وه لېدلې. له هغه وروسته ورو، ورو پوډر او د چرسو ډک بوتلونه به مو ووهل، ټوله ورځ به نشه وو".

دی د شاخوا څلوېښتو ورځو راهيسې د خوست د معتادينو په روغتون کې تر درملنې دی او څو ورځې وروسته له روغتون نه وځي. روغتيايي مسؤلين وايي چې روغتيا يې ښه شوې ده.

حبيب الله وايي، چې د مخدره موادو د څکولو له کبله نه يواځې له اقتصادي مشکلاتو سرمخ شو، بلکې روغتيا يې او دنده يې هم له لاسه ورکړل.

هغه زیاتوي چې دی په خپله درې ځلې له بمي چاودنو چې د ده پر موټر شوي، روغ وتلی دی. نوموړی له نورو ځوانانو غوښتنه لري،‌چې خپل راتلونکی په نظر کې ونيسي او له نشه يي‌توکو ځانونه وژغوري.

دی پنځه ماشومان لري او غواړي چې زده کړې وکړي او روښانه راتلونکی ولري. حبيب الله وايي کلکه اراده لري چې بيا هيڅکله نشه يي‌موادو ته ور ستون نه شي.
XS
SM
MD
LG