د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د چرسو تولید روان دی


د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د چرسو تولید روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

که څه هم د ننګرهار چارواکو ويلي چې د کوکنارو ترڅنګ به د نورو نشه يي توکو کښتونو ته هم اجازه ورنه کړي، خو د دې ولایت په ځينو ولسواليو کې کروندګرو د بنګو حاصلات راټول کړي او اوس د چرسو په توليد لګیا دي.


که څه هم د ننګرهار چارواکو ويلي چې د کوکنارو ترڅنګ به د نورو نشه يي توکو کښتونو ته هم اجازه ورنه کړي، خو د دې ولایت په ځينو ولسواليو کې کروندګرو د بنګو حاصلات راټول کړي او اوس د چرسو په توليد لګیا دي.

دوی وايي، حکومت پرې کوکنار بند کړل خو د بنګو د کښت په تړاو لا کوم اقدام نه دی شوی.

د يو کروندګر د څو مياشتو د خوارۍ پايله، خو نتيجه کې حلال رزق نه بلکې د خامو چرسو توليد.

که څه هم د ننګرهار ډيرو ولسواليو کې د کوکنارو کښت بند شوی خو اوس خلکو د بنګو کښت ته مخه کړې، هغه بوټی چې چرس ترې تر لاسه کېږي.

یو کروندګر چې د مخ او نوم له ښودلو ډډه کوي د بنګو له پاڼو او دانو د خامو چرسو په توليد بوخت دی.

هغه وايي "زه چرس جوړم، تاسو وکتل چې زه د بنګو پاڼې په دغه کټ وراچوم، له دې څادر لاندې چې کوم ګرد وځي هغې ته اوله ګرده وايي، بيا همداسې دويمه، دريمه او څلورمه ګرده هم په لاس راځي".

کروندګر وايي، د کوکنارو پرځای يې ځکه د بنګو کښت ته مخه کړې چې نور فصلونه ورته ګټه نه کوي، کوکنار د حکومت لخوا نه پرېښودل کېږي او د بنګو په کښت تر اوسه لا کوم خاص بنديز نشته.

خو د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وايي، چې دوی په ډيرو ساحو کې د بنګو د کښت مخه نيولې او حتی ګڼو پټيو کې یې فصل ته رسېدلي بنګ په ټراکټورونو اړولي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر محمد احسان احسان وايي"موږ دوې مياشتې دوی ته عامه پوهاوی کړی، دوی مو خبر کړي که بيا هم چا دا سرغړونه وکړه نو دا جرم دی او دوی ته به یې سزا ورکول کېږي".

د کرنیزو چارو کارپوهان په دې باور دي که د دغه ولايت ځمکې د نورو فصلونو پرځای باغونو او سبزيجاتو ته ځانګړي شي نو د هيواد ډېره اړتيا به له همدې ولايت پوره شي.
XS
SM
MD
LG