د لاس رسي وړ اتصالات

محمد سلیم: ځواني مې په نشو خرابه شوه


محمد سلیم: ځواني مې په نشو خرابه شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

د میدان وردګو اوسېدونکی محمد سلیم تنکی ځوان وو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ، خو هلته یې خپلو نږدې ملګرو په نشو اخته کړ.


د میدان وردګو اوسېدونکی محمد سلیم تنکی ځوان وو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ، خو هلته یې خپلو نږدې ملګرو په نشو اخته کړ.

هغه وايي شاوخوا شل کاله کیږي چې پوډر، تریاک او شیشه څکوي او نشو یې د ژوند ټولې خوښۍ له خاورو سره خاورې کړې.

دغه معتاد چې ټوله ځواني په نشو تېره کړې وايي" تر ۱۱ ټولګي مې ښوونځی لوستی دی، یو ملګري مې ویل راځه چې ایران ته لاړ شو بس له کوره پټ لاړم، همدې ملګري مې تریاک کارول خو زه نه وم پرې خبر، یوه ورځ اطاق ته راغی ویل یو دود ووهه په دې سړی ډېر ښه کار کوي زه له دې نه وم خبر چې دا به مې ژوند خرابوي. یوه میاشت یې راکول له هغه وروسته چې به مې ونه څکول بدن به مې درد کاوه او چې ملګری به مې نه وو خپله به پسې تلم او اخیستل به مې، پر دې کار ډېر افسوس راځي چې څنګه ژوند مې وو او اوس پر څه حال یم".

محمد سلیم چې دا مهال په غزني ښار کې له نورو معتادینو سره ورځې تېروي، وايي اوس یې کلک هوډ کړی چې نور له نشو لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG