د لاس رسي وړ اتصالات

جمیله څنګه په هیرویینو اخته شوه؟


جمیله څنګه په هیرویینو اخته شوه؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

جمیله چې شاوخوا ۳۶ کلنه ده، خپل مېړه په نشه يي توکو اخته کړې ده او له اوو کلونو راهیسې یې له هغه سره یو ځای هیرویین څکولي دي.


جمیله چې شاوخوا ۳۶ کلنه ده، خپل مېړه په نشه يي توکو اخته کړې ده او له اوو کلونو راهیسې یې له هغه سره یو ځای هیرویین څکولي دي.

د اوو بچیانو دغه مور له کاپیسا څخه کابل ته راغلې او د معتادو ښځو د درملنې په مرکز کې یې ځان بستر کړی دی.

جمیله څه ډول په نشو اخته شوه؟ هغه په دې اړه وايي "مېړه مې په کور کې مواد څکول کله به چې څو ورځې په کور کې نه وو سر به مې په درد شو، یوه ورځ کابل ته تللی وو، دوه ورځې وروسته راپیدا شو ډېره خوشحاله شوم، همدا چې هیرویین یې وڅکول د سر درد مې ورک شو، بله ورځ بیا چیرته لاړ، بیا مې سر په درد شو نو پوهه شوم چې په دود یې معتاده شوې یم، وروسته له هغې مې لږ لږ څکول، درې څلورو کلونو کې مې د موادو مصرف زیات شو".

جمیله وايي په کاپیسا کې د معتادو ښځو د درملنې لپاره روغتون نشته او دا مرکز یې په ډېرې سختۍ پیدا کړ ترڅو په کې خپله درملنه وکړي او له نشه يي توکو وژغورل شي.

هغه وايي ‌بچیان یې له نشه يي توکو څخه لرې ساتلي دي او هڅه کوي چې له درملنې وروسته خپل خاوند هم بستر کړي او له نشو څخه یې وژغوري.
XS
SM
MD
LG