د لاس رسي وړ اتصالات

د ابن‌سینا د معتادینو د درملنې مرکز د بودجې له کموالي سره مخ دی


د ابن‌سینا د معتادینو د درملنې مرکز د بودجې له کموالي سره مخ دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې د زر بستریز مرکز مسئولین وايي چې دغه مرکز له څو میاشتو راهیسې د بودجې له کموالي سره مخ دی.


په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې د زر بستریز مرکز مسئولین وايي چې دغه مرکز له څو میاشتو راهیسې د بودجې له کموالي سره مخ دی.

د دغه مرکز رئیس احمدظاهر سلطاني وايي چې د بودجې د کموالي له امله په بستر کې د ناروغانو لپاره د خوړو د برابرولو چارې ټکنۍ شوي او دغه راز د برېښنا د نشتوالي په صورت کې د جنراټورونو د فعالولو لپاره تیل هم نه لري.

هغه وايي "زموږ جدي ستونزه د تیلو نه درلودل دي تاسې پوهېږئ چې برېښنا نشته او موږ په روغتون کې د رڼا لپاره اړ یو چې له جنراټورونو څخه استفاده وکړو او دغه راز یو شمیر غذايي مواد چې په ضمیمه‌يي توګه د خوړو په برابرولو کې ترې کار اخیستل کېږي لکه پیاز، کچالو او رُب نه لرو او موږ ته ډاډ راکړل شوی چې راتلونکې اونۍ کې به د تدارکاتي او پېرېدلو چارو له بشپړېدو وروسته به روغتون ته ورکړل شي".

د ډاکټر سلطاني په وینا د اوس لپاره په مارکیټ کې له خپلو شخصي اړیکو څخه په استفادې د دغه مرکز د اړتیا وړ توکي برابروي.

په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز د افغانستان په کچه تر ټولو لوی مرکز دی چې په یو کال کې د اتو زرو معتادیونو د درملنې ظرفیت لري.
XS
SM
MD
LG