د لاس رسي وړ اتصالات

یو ملا امام څنګه په نشو اخته شو؟


یو ملا امام څنګه په نشو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

په پکتیا کې یو پخوانی ملا امام وروسته له هغه په نشو اخته شو چې د پلار تر مړینې وروسته یې د تره زوی په سګرېټو کې چرس ورکړل.


په پکتیا کې یو پخوانی ملا امام وروسته له هغه په نشو اخته شو چې د پلار تر مړینې وروسته یې د تره زوی په سګرېټو کې چرس ورکړل.

قاري سلطان وايي د نشو له لاسه یې نه یوازې دا چې د جومات امامت له لاسه ورکړ بلکې د قران کریم سیپارې چې یې حفظ کړې وې، له یاده ووتې.

هغه وايي وروسته له هغه چې پلار يې د ورپېښې ناروغۍ له وجهې ژوند له لاسه ورکړ، د خپل غم د غلطولو لپاره يې لومړی چرس وڅکول او وروسته يې نورو مخدراتو ته مخه کړه.

په نشو اخته دغه پخوانی ملا امام وايي "زما يوه تره زوی په سګرېټ کې چرس اچولي وو. زما پلار مړ شوی و. د مړينې نه يې دويمه دريمه ورځ وروسته ما ته وويل چې يو دود سګرېټ وڅکوه. چې ما کش وکړ،‌بېرته مې ورکړ. يو وخت د ونو ښاخونه ښکته راتلل. بس له هغه دوه کاله مې چرس وڅکول،‌څلور کاله مې اپين وڅکول، له هغه را وروسته په پوډرو لګيا شوم".

قاري سلطان چې پنځه ماشومان لري وايي پوره کوښښ‌کوي چې هغوی له نشه يي موادو څخه لېرې واوسي او زده کړې وکړي.

دغه پخوانی ملا امام او په نشه يي‌توکو روږدی سلطان له نورو خلکو غوښتنه لري چې له دې موادو څخه ځانونه وژغوري.
XS
SM
MD
LG