د لاس رسي وړ اتصالات

د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری څنګه معتاد شو؟


د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری څنګه معتاد شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

د پکتیکا اوسېدونکی امیرخان ادعا کوي چې یو وخت د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې سرتېری وو او کله چې د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شو چا یې پوښتنه ونه کړه او مخدره موادو ته یې مخه کړه.


د پکتیکا اوسېدونکی امیرخان ادعا کوي چې یو وخت د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې سرتېری وو او کله چې د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شو چا یې پوښتنه ونه کړه او مخدره موادو ته یې مخه کړه.

امیر خان چې اوس د ابن سینا د معتادینو د درملنې په زر بستریز مرکز کې تر درملنې لاندې دی وایي چې د ماین په چاودنه کې له ټپي کېدو وړاندې شپږ مرمۍ هم لګیدلی او یوه سترګه یې ړنده شوې ده.

دی وايي "ما مواد مخدر پوډر او شیشه استعمالول نو اوس شفاخانې ته راغلي یم چې خپل ځان جوړ کړم نور دغه مواد بس کړم ځکه دغه موادو کې نقصان شته فایده نشته".

امیرخان وايي له اعتیاد او ټپي کېدو وړاندې یو پیاوړی ځوان وو خو اوس ټپونو او نشو ډېر کمزوری کړی دی.

دی د افغانستان له دولت څخه ګیله کوي او وايي "هیله مې دا ده چې یو زه نه باید د افغانستان هر یو سرتیری چې (د وطن لپاره) جنګیږي چې زخمي شي، شهید شي باید یوه همکاري ورسره وشي ماسره تر اوسه چا همکاري نه ده کړې زه د دولت نه خوابدې یم".

امیر خان وایي چې د ډېرې بېوزلۍ له امله څلور میاشتې کیږي چې په پکتیکا کې خپل کورته نه دی تللی او کورنۍ او بچیان یې ډېر یادیږي.

د هغه په وینا که کور ته د تللو امکانات ورته برابر نه شي نو له روغتون څخه له رخصتېدو وروسته به په کابل کې بیا په نشو اخته شي.

XS
SM
MD
LG