د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو نوې پروژه


په کندهار کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو نوې پروژه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

د افغانستان د کرنې وزیر انوارالحق احدي وايي چې په کندهار کې د اوبو د مدیریت په برخه کې به ځانګړې پروژې پیل کړي.


د افغانستان د کرنې وزیر انوارالحق احدي وايي چې په کندهار کې د اوبو د مدیریت په برخه کې به ځانګړې پروژې پیل کړي.

هغه وايي د دهلې بند څخه د کرنې په برخه کې په موثره ډول د ګټې اخیستلو لپاره د بند رغول او د کانالونو جوړول د دې پروژو مهمه برخه ده.

ښاغلی احدي وايي "د ارغنداب د اوبو د زېرمو پروژه یوه پراختیايي پروژه ده، چې د آسیایي پراختیایي بانک لخوا تمویل او د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ وزارت، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت لخوا په ګډه د کندهار مرکز ساحه او ددې ولایت په اوو ولسوالیو (شاه ولي کوټ، ارغنداب، ډنډ، دامان، پنجوايې، میوند او ژړۍ ) کې پلي کیږي".

د دهلې بند د ارتفاع د لوړولو چارې، د دغه بند دویمه او درېیمه درجه کانالونو د رغولو او جوړولو چارې او همدارنګه د همدې اوبو څخه د کرنې په برخه کې په موثر ډول ګټه اخیستل شامل دي.

کندهار چې په دې وروستیو کې یې له وچکالۍ سره مخ شوی، کروندګر یې د اوبو له کمښت څخه شکایت کوي.

د کندهار د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکرېزوال وايې چې له کروندګرو سره دې د هغوی په اقتصادي وده کې عملي کار وشي.

د کندهار کروندګر وايې چې د اوبو د منابعو تقویه او د اوبو تنظیم د نشه يي توکو تر ټولو غوره بدیل دی چي حکومت باید ورته خپله پاملرنه زیاته کړي.
XS
SM
MD
LG