د لاس رسي وړ اتصالات

ګل محمد: د نشو له امله خیر ټولولو ته اړ یم


ګل محمد: د نشو له امله خیر ټولولو ته اړ یم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

پخوانی جهادي قوماندان ګل محمد چې وايي وروسته له هغه په نشو اخته شو چې پر کور یې د هاوان د لګېدو له امله د مېرمنې په ګډون د کورنۍ نور غړي له لاسه ورکړل.


پخوانی جهادي قوماندان ګل محمد وايي وروسته له هغه په نشو اخته شو چې پر کور یې د هاوان د لګېدو له امله د مېرمنې په ګډون د کورنۍ نور غړي له لاسه ورکړل.

هغه چې له میدان وردګو ولایت څخه دی دا مهال په غزني کې له نورو معتادینو سره شپې سبا کوي او بېلا بېلې نشې کوي.

ګل محمد چې له روسانو سره د جګړې پر مهال د خپلې زړورتیا کیسې کوي وايي چې د نشو له امله یې ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه وايي"پیسې نه لرم، هيڅ نه لرم، زامنو ته دروېزه کوم په جوماتونو ګرځم او فقر غواړم".

هغه پر حکومتي چارواکو او شتمنو غږ کوي د دې لپاره چې له نشو او سوال کولو لاس واخلي له هغه سره دې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG