د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت د نشه يي توکو مخنیوي لپاره له هالنډ څخه روزل شوي سپي واردوي

حکومت د نشه يي توکو مخنیوي لپاره له هالنډ څخه روزل شوي سپي واردوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې هالنډ د جرمونو د کشف لپاره د سپیو د روزنې په برخه کې ښه تجربه لري او ټاکل شوې چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د موندنې او ضبط لپاره له دغه هېواد څخه سپي وارد کړي.

د دغه وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال محمدهاشم اورتاق امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ته د دغو سپیانو په واردولو سره به د نشه يي‌توکو د کشف او ضبط په کچه کې بې‌ساری زیاتوالی راشي.

هغه وايي "هالنډ د روزل شویو سپیو په برخه کې ډېره تجربه لري، اول موږ غوښتل چې له بل ځای څخه یې واخلو خو د هالنډ تجربې ته په پاملرنې د بهرنیو همکارانو په همغږۍ تصمیم همدا شو چې له هالنډ څخه یې واخلو، ارزانه هم دي او ښه بک‌ګرونډ هم لري".

ښاغلی اورتاق وايي په لومړي پړاو کې به ۱۸ روزل شوي سپي افغانستان ته راوړل شي او د کار نتیجې ته یې په کتو به دې برخې ته لا پراختیا ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال زیاته کړه چې په افغانستان کې د روزل شویو سپیو (K9) د ساتنې او پالنې لپاره د یو عصري مرکز پر جوړولو باندې هم په چټکۍ سره کار دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت څه باندې درې میاشتې مخکې د جاپان د ۵.۶ میلیون ډالرو په مالي ملاتړ د نشه يي توکو د کشف او نیولو لپاره د K9 سپيو د روزنې او مرکز جوړولو خبر ورکړ.

دغه وزارت هغه مهال ویلي و چې دغه پروژه به په ۱۴ میاشتو کې بشپړه او عملي شي
XS
SM
MD
LG