د لاس رسي وړ اتصالات

د معتادینو له زیاتوالي د کابل ښاریانو شکایت


د معتادینو له زیاتوالي د کابل ښاریانو شکایت
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

د کابل ځینې اوسیدونکي وايي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د معتادینو حضور زیات شوی او خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.


د کابل ځینې اوسیدونکي وايي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د معتادینو حضور زیات شوی او خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

دوی وايي چې معتادین خلکو ته زیان رسوي، غلاوې کوي او په ځینو مواردو کې ان پر لارویانو بریدونه کوي.

د دغه ښار یو اوسېدونکی عبدالبصیر وايي "د معتادینو په اړه دولت باید اقدام وکړي، روغتون یا کوم بل ځای ته یې بوځي ځکه چې خلک ترې سخت په عذاب کې دي، ټول یې غله دي د خلکو موبایلونه غلا کوي خلک ترې نه ورځ لري او نه شپه، دوی باید حکومت بستر کړي او وړیا درملنه یې وکړي، ولې دولت په دې برخه کې پاملرنه نه کوي".

دا مهال په کابل ښار کې شاوخوا اته زره بې‌سرپناه معتادین شته او د ښار په مختلفو برخو کې په عام محضر کې نشه‌يي مواد استعمالوي.

که څه هم حکومتي ادارې هره میاشت د ښار له بېلابېلو برخو معتادین راټولوي او د درملنې په مرکزونو کې یې بستروي، خو تراوسه یې دغې ستونزې ته د حل دایمي لاره نه ده موندلې.
XS
SM
MD
LG