د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل اوسېدونکي: معتادین له کورونو غلاوې کوي


د کابل اوسېدونکي: معتادین له کورونو غلاوې کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د معتادینو له پراخ حضور څخه شکایت کوي او وايي چې معتادین د نشه يي توکو ترلاسه کولو لپاره د دوی له کورونو غلاوې کوي.


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د معتادینو له پراخ حضور څخه شکایت کوي او وايي چې معتادین د نشه يي توکو ترلاسه کولو لپاره د دوی له کورونو غلاوې کوي.

دوی وایي د غلاوو ترڅنګ په سیمه کې د معتادینو حضور د دوی د ماشومانو پر روحیې هم منفي اغیزې کوي.

د کابل د باغ قاضي سیمې اوسېدونکی عبدالباري رضايي وايي چې پولیس باید د دغو معتادینو د ټولولو غم وخوري.

هغه وايي "یوه شېبه هم خپله دروازه پرانیستې پرېښودلی نه شو، خو د ماشومانو فکر کار نه کوي او دروازه پرانیستې پرېږدي او ځي، څو ورځې مخکې زموږ له کوره بایسکل ورک شو، کراچۍ مو له کوره وایستل شوه، اصلن موږ خپله په امن کې نه یو، ماشومان مو په امن کې نه دي".

د دې سیمې بل اوسېدوکی فیاض افتخار وايي "یوه ورځ مو غالۍ پرېولې وه، پر بام مو اواره کړه چې وچه شي، د شپې مې کورنۍ راته څو ځل وویل چې غالۍ راکښته کړه زه ستړی وم ماوویل سهار به یې راکښته کړم، سهار چې پاڅیدم غالۍ نه وه. بیا مې په یو دوکان کې وموندله، له دوکاندار څخه مې وپوښتل چې دا دې کومه کړه، راته یې وویل چې له یو پوډري څخه مې رانیولې".

دوی له حکومت څخه غواړي چې د معتادینو د راټولولو لپاره یو پراخ کمپاین پیل کړي او په درملنې سره یې دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو په دې وروستیو کې د کابل له واټونو او د معتادینو له دېرو څخه په نشو د روږدو کسانو د ټولولو کمپاین پېل کړی او په سلګونو معتادین یې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

XS
SM
MD
LG