د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: سړې هوا د معتادینو ژوند سخت کړی


کندهار: سړې هوا د معتادینو ژوند سخت کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

په کندهار کې د هوا له سړېدو سره په نشو د اخته کسانو ستونزې تر پخوا زیاتې شوي دي، دغه معتادین وايي تر هغه چې درملنه یې کیږي دولت یې باید د سرپناه غم وخوري.


په کندهار کې د هوا له سړېدو سره په نشو د اخته کسانو ستونزې تر پخوا زیاتې شوي دي، دغه معتادین وايي تر هغه چې درملنه یې کیږي دولت یې باید د سرپناه غم وخوري.

د کندهار ښار د لويې ویالې سیمې هدیرې، په دې ښار کې د نشه يي توکو د معتادینو د را یوځای کیدو عمده مرکزونه دي.

په نشه يي توکو روږدی جانان وايي چې د هوا په سړېدو سره يې مشکلات څو برابره زیات شوي او د حکومت د پاملرنې غوښتنه لري.

هغه وايي‌ "په دغو کاغذانو ځانونه تودوو، یخ راغلی، کله یو ځای کله بل ځای، دلته تاسې وینئ چې په دې هدیرو کې ټول عملیان راټول شوي ژوند مو ډېر په تکلیف دی".

په نشه يي توکو روږدي دغه کسان زیاتوي چې هر کال د سړې هوا له کبله آن ځینې معتادین مړه کیږي.

په نشه يي توکو روږدي معتادین وايي چې د درملنې هڅه يې هم کړې خو د معتادینو د درملنې په یوازېني کلینیک کې د درملنې امکانات محدود دي او دوی ته په میاشتو نوبت نه ور رسیږي.

د کندهار ښار اوسیدونکي هم غوښتنه لري چې حکومت باید د دغو کسانو د نامعلوم برخلیک چاره وکړي.
XS
SM
MD
LG