د لاس رسي وړ اتصالات

د معتادې کورنۍ په نشو اخته ماشوم


د معتادې کورنۍ په نشو اخته ماشوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

په غزني کې د یوې معتادې کورنۍ اووه کلن ماشوم هم په نشو اخته دی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شیشه او پوډر څکوي.


په غزني کې د یوې معتادې کورنۍ اووه کلن ماشوم هم په نشو اخته دی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شیشه او پوډر څکوي.

د دغه ماشوم پلار خان محمد وايي چې د مېرمنې په ګډون یې ټوله کورنۍ په نشو روږدې ده او زوی یې یوازې د ۴۰ ورځو وو چې په تریاکو یې اخته کړ.

هغه وايي "زوی مې دا اووه کال ټول په نشه یې توکو استعمالولو کې تېر کړي په څلوېښتي کې مو تریاک ورکول او له تریاکو اوس په دې نورو نشو روږدی دی. زوی ته مې هېڅ تمه نشته نه به ټولنې ته خدمت وکړي او نه به هم د مور او پلار په درد وخوري. زوی مې چې په دې حالت کې وینم ځورېږم، د کورنۍ ټول غړي مو ۳ نارینه او مېرمن مې ټول په نشو اخته دي".

هغه وايي د اقتصادي ستونزو له امله یې ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی او که د دولت په ګډون یې څوک مرستې ته راشي نو باوري دی چې په ژوند کې به یې مثبت بدلون راشي.
XS
SM
MD
LG