د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو کمښت


په کندهار کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو کمښت
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

په کندهار کې کروندګر وایي چې ډېر کله د اوبو له کمښت سره مخ وي، دوی وايي که حکومت د دهلي بند د رغولو تر څنګ په ولسوالیو کې ځینې واړه بندونه جوړ کړي، نو د کرنیزو ځمکه د اوبو د کمښت ستونزه به ورسره اواره شي.

په کندهار کې کروندګر وایي چې ډېر کله د اوبو له کمښت سره مخ وي، دوی وايي که حکومت د دهلي بند د رغولو تر څنګ په ولسوالیو کې ځینې واړه بندونه جوړ کړي، نو د کرنیزو ځمکه د اوبو د کمښت ستونزه به ورسره اواره شي.

په دغه ولایت کې د دهلې له بند څخه د دې ولایت د اوو ولسوالیو کرنیزې ځمکې خړوبیږي.

خو اوس د دغه بند د اوبو د ساتلو ظرفیت ټيټ شوی او په کال کې یوازې پنځه میاشتې د ځمکو لپاره اوبه برابرولای شي.

د کندهار د ژړۍ، پنجواي، دامان او ډنډ ولسوالیو ځمکه وال وايې چې د اوبو د کمښت له امله یې کروندو او باغونو زیان لیدلی.

ځمکه وال حاجي نېک محمد وايي "د دهلې بند د کندهار لپاره تر ټولو مهم او اساسي کار دی چي باید لوړیدو ته يې پام وشي موږ باغونه لرو خو اوبه نه شو ورته برابرولای اخر را څخه وچ شي که اوبه وي نو خلک نوي باغونه هم کښېنوي او ابادي به هم وي".

د ژړی ولسوالۍ د سنځري د سیمې ځمکه وال نورمحمد وايې چې له تېرو څو کالو راهیسې ځمکه والو د نشه يي توکو د نه کرلو پرېکړه کړې خو شاړو ځمکو ته اوبه نه رسیږي.

هغه وايي چې د دهلې د بند د اوبو ظرفیت په ډېرېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورسیږي "د دهلې بند د ټول کندهار مشکل ور حلوي، حکومت باید دې ته پاملرنه وکړي او عملي کار يې پيل کړي، د لږو اوبو مشکل دی چې خلګ نورو کښتونو ته مخه کوي".

حکومتي مسئولین وايي چې د دهلې بند د دېوالونو د لوړېدو پروژه منظوره شوې او اوس د بند شا وخوا سیمو د استملاک پر چارو له ځايي اوسیدنکو سره مشورې پيل شوي.

په کندهار کې هر کال کرنیزې ځمکې د اوبو له کمښت سره مخ کیږي، کروندګر وايي که د دهلي بند تر څنګ په ولسوالیو کې ځینې واړه بندونه چې کم لګښت غواړي جوړ شي، نو تر ډېره به د اوبو د کمښت ستونزه، او د نشه يي‌توکو د کر ستونزه اواره شي.
XS
SM
MD
LG