د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې ژورې څاګانې او د اوبو د کمښت ستونزه


په کندهار کې ژورې څاګانې او د اوبو د کمښت ستونزه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

د کندهار د کرنې مسئولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د اوبو د کمښت ستونزه خورا جدي ده چې باید په سپما ته یې پاملرنه وشي.


د کندهار د کرنې مسئولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د اوبو د کمښت ستونزه خورا جدي ده چې باید په سپما ته یې پاملرنه وشي.

دوی وايي چې په دې وروستیو کې د ژورو څاګانو شمېر زیات شوی چې له امله یې د اوبو سرچینې له خطر سره مخ شوي دي.

د کرنې ریاست مرستیال انجنیر عبدالله خان اندېښنه ښيي چې سږکال به کروندګر د وچکالۍ له امله د اوبو له کمښت سره مخ شي.

هغه وايي " ډېرو خلکو پر خپل سر برمې وهلي دي چې شمېر یې تر یو لکو رسیږي، چې بیا د لمریزې برېښنا په مرسته اوبه په حوضو کې خوندي کوي، چې له دې سره د اوبو سطحه ډېره کښته شوې ده".

د کندهار میوند، خاکرېز، شاولیکوټ، ارغسان او دامان هغه ولسوالۍ دې چې د اوبو په زرګونه ژور څاګان په خپل سري توګه په کې کېندل شوي.

د کرنې مسئولین وايې چې د یوه اباد کال لپاره ۱۸۰ ملي میتره اورښت ته اړتیا ده چې اوس دا کچه یوازي ۱۰ لس ملي میتره ته رسیږي.

د کندهار په ګډون د ګاونډیو ولایتونو کرنه تر ډيره د کاریزونو او ویالو پر اوبو ولاړه ده چې د غیري قانوني برمو په وجه يې زیاتره کاریزونه وچ شوي او په ویالو کې هم اوبه د اورښت د کموالي له امله لږې شوې دي.
XS
SM
MD
LG