د لاس رسي وړ اتصالات

معتاد سندرغاړی: تر رغېدو وروسته له نورو معتادینو سره مرسته کوم


معتاد سندرغاړی: تر رغېدو وروسته له نورو معتادینو سره مرسته کوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

په غزني کې یو سیمه ییز سندرغاړی همایون چې له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې نشه يي‌توکي کاروي، وايي‌چې پخوا یې ډېر مینه وال درلودل.


په غزني کې یو سیمه ییز سندرغاړی همایون چې له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې نشه يي‌توکي کاروي، وايي‌چې پخوا یې ډېر مینه وال درلودل.

هغه چې د خوښیو په مراسمو، سیمه ییز ټلویزیون او راډیوګانو کې به یې سندرې ویلې، تمه لري چې له نشو پرېښودو او کاروبار جوړېدو وروسته به له نورو معتادینو سره مرسته کوي.

همایون وایي " ډېر کوښښ مې وکړ چې نشې پرېږدم، خو نه یم توانېدلی، پرېښودل یې راته ډېر سخت دي، د مخدراتو له امله مې په ژوند کې ډېر مشکلات ولیدل، له ورور سره له مېرمنې سره له پلار سره مې شخړې راغلې، اقتصاد مې خراب دی که داسې څوک پیدا شي چې زما لاسنیوی وکړي او زه جوړ شم، زه به د هنر او سندرو له لارو نور هغه ځوانان چې په مخدراتو اخته دي وژغورم".

دغه سیمه ییز سندرغاړی چې د نشو په اړه یې هم سندرې جوړې کړي، اوس هم وخت ناوخته د سندرو پروګرامونو ته ځي، خو وايي چې د نشو له امله یې مینه وال کم او هنر کمرنګه شوی دی.
XS
SM
MD
LG