د لاس رسي وړ اتصالات

یو ځوان محلي سندرغاړی څنګه په نشو اخته شو؟


یو ځوان محلي سندرغاړی څنګه په نشو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

د ننګرهار محلي سندرغاړی مقبول جان شوقي چې یو وخت به یې په محفلونو کې سندرې ویلې، له یو نیم کال را په دې خوا په نشه يي توکو اخته شوی چې دا مهال د کابل په یو روغتون کې تر درملنه لاندې دی.


د ننګرهار محلي سندرغاړی مقبول جان شوقي چې یو وخت به یې په محفلونو کې سندرې ویلې، له یو نیم کال را په دې خوا په نشه يي توکو اخته شوی چې دا مهال د کابل په یو روغتون کې تر درملنه لاندې دی.

په نشو اخته شوی دغه ځوان وايي چې له خرابو ملګرو سره یې ناسته ولاړه د دې لامل شوه چې لومړی چرس او شیشه وڅکوي او بالاخره په پوډرو اخته شي.

هغه وايي"د مکتب په یوولسم ټولګي کې وم، یو ملګری مې وو، هغه دا عمل درلود، زه یې څنګ ته کښېنستلم، ځکه زموږ سره پیسې وې، کار مې جوړ وو، خو له هغه سره هیڅ هم نه وو، زه یې هم په نشو اخته کړم".

شوقي چې دا مهال د کابل د ابن سینا د معتادینو د درملنې په روغتون کې بستري دی، وايي چې اوس یې صحت ښه شوی او کله چې له دې ځایه رخصت شو نو هیڅکله به بیا نشو ته مخه نه کړي
XS
SM
MD
LG