د لاس رسي وړ اتصالات

هغه معتاد چې خپل ورور په نشو اخته کړی


هغه معتاد چې خپل ورور په نشو اخته کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

د غزني اوسېدونکی دادالله وايي کله چې تنکی ځوان وو، خپل ورور ته به یې نشه يي توکي راوړل چې له همدې امله دی هم په نشو اخته شو.


د غزني اوسېدونکی دادالله وايي کله چې تنکی ځوان وو، خپل ورور ته به یې نشه يي توکي راوړل چې له همدې امله دی هم په نشو اخته شو.

هغه وايي د زده کړو تر څنګ یې مزدوري هم کوله او نه پوهېدی چې نشې به یې ژوند خراب کړي.

دادالله وایي "زه ځوان وم نه پوهېدم، ده به خلک کور ته راوستل او تریاک به یې څکول، ما هم تریاک ورته راوړل او هم مې خرچه ورکول، خو زه یې هم معتاد کړم، ښځې يې ژړل چې ده ته تریاک مه ورکوه، دی خو کاریګر دی سبا به دی هم ستا په رقم شي خو نه یې منل. ما ته یې نه ویل چې دا داسې تباهي او داسې دردونه لري".

هغه وايي که څوک مرسته ورسره وکړي او د درملنې غم یې وخوري نو د تل لپاره به له نشو لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG