د لاس رسي وړ اتصالات

شاه ولي: په نشو مې خپل ژوند خراب کړ


شاه ولي: په نشو مې خپل ژوند خراب کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

د غزني‌اوسېدونکی شاه ولي چې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې په نشو اخته دی وايي چې په لوی لاس یې خپل ژوند خراب کړی دی.


د غزني‌اوسېدونکی شاه ولي چې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې په نشو اخته دی وايي چې په لوی لاس یې خپل ژوند خراب کړی دی.

هغه وايي ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی وو، خو هلته یې د دې پر ځای چې کار وکړي نشو ته یې مخه کړه.

شاه ولي وايي "ویلډینګ کاري، بایسکل سازي او د نانوایۍ کسبونه مې زده دي، زده کړې مې هم کړي، سواد لرم، خو د نشو له امله کار نه شم کولای او نه څوک کار راکوي".

په غزني ښار کې د معتادینو په دېرو کې د ځوانانو تر څنګ یو شمېر سپین ږیري، ښځې او ماشومان هم لیدل کیږی.

د دغو معتادینو زیاتره یې په ایران کې د کډوالۍ پر مهال په نشو اخته شوي دي.
XS
SM
MD
LG