د لاس رسي وړ اتصالات

هغه معتاد چې د نورو نشه يي توکو تر څنګ لړمان او ماران هم څکوي


هغه معتاد چې د نورو نشه يي توکو تر څنګ لړمان او ماران هم څکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

د غزني اوسېدونکی نادر چې په ملنګ مشهور دی له کلونو راهیسې د شیشې، چرسو، پوډرو او نورو نشه يي توکو تر څنګ لړمان او ماران هم څکوي.


د غزني اوسېدونکی نادر چې په ملنګ مشهور دی له کلونو راهیسې د شیشې، چرسو، پوډرو او نورو نشه يي توکو تر څنګ لړمان او ماران هم څکوي.

هغه وايي چې په پاکستان کې په نشو اخته شو او هلته یې یو ډول ګولۍ چې راکټ یې بللې له چرسو سره یو ځای څکولې.

نادر د لومړي ځل لپاره د لړم څکولو کیسه کوي "چلم ته ناست وم، لړم را روان وو، پښه مې پر کښېښوده چې خاموش شو، د چلم سرخانې ته مې راپورته کړ، کش مې کړ ډېر زور یې را باندې راوستی".

په غزني کې د دې ولایت د اوسېدونکو تر څنګ د نور سیمو د معتادینو شمېر ورځ تر بلې پر زیاتېدو دی، چې د دغه ښار د اوسېدونکو اندېښنې یې راپورته کړي.

د غزني اوسېدونکي پر حکومت غږ کوي چې د معتادینو د درملنې او نشه يي توکو د اسانه لاسرسي د مخنیوي لپاره دې ګړندي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG