د لاس رسي وړ اتصالات

نجیب‌الله: خپل ملګري په نشو اخته کړم


نجیب‌الله: خپل ملګري په نشو اخته کړم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

نجیب‌الله چې په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې په ۲۵۰ بستریز مرکز کې تر درملنې لاندې دی وايي لس کاله مخکې خپل ملګري په نشه‌يي توکو اخته کړی دی.


نجیب‌الله چې په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې په ۲۵۰ بستریز مرکز کې تر درملنې لاندې دی وايي لس کاله مخکې خپل ملګري په نشه‌يي توکو اخته کړی دی.

هغه وايي ملګری به یې د دوی کور ته ورتلی او ده ته به هم د نشه‌يي توکو ست کاوه، چې د وخت په تېرېدو سره ورباندې اخته شو.

نجیب الله وایي " یوه ورځ مې پر پښو درد شو، ورته مې ټیلیفون وکړ چې راشه هغه راته وویل چې درتلی نه شم ځای یې درته ښیم، خپله لاړ شه او ځان ته نشه‌يي توکي واخله ویې څکوه ښه کېږې. پیل مې له چرسو وکړ، بیا مې اپین وڅکول، ورپسې مې شیشه وڅکول او په اخر کې مې هیرویین وڅکل. اوس ښه یم او هیڅ ستونزه نه لرم".

هغه وايي اوس یې روغتیا ښه ده او په دغه مرکز کې له نورو معتادیونوسره همکاري کوي ترڅو له نشه‌يي توکو څخه وژغورل شي.

نجیب الله چې شاوخوا دوه کاله کېږي له خپلې کورنۍ (میرمنې او ماشومانو) جلا شوی، وايي کله چې له درملنې څخه فارغ شو بېرته به له خپلې کورنۍ سره یوځای نوی ژوند پیل کړي
XS
SM
MD
LG