د لاس رسي وړ اتصالات

محب: د طالبانو ټول عواید نامشروع دي


محب: د طالبانو ټول عواید نامشروع دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي چې طالبان د مخدره موادو په ګډون "له نامشروع" لارو څخه عواید ترلاسه کوي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي چې طالبان د مخدره موادو په ګډون "له نامشروع" لارو څخه عواید ترلاسه کوي.

ښاغلي محب نن د افغانستان د ځانګړو عملیاتو له قول اردو څخه د لیدنې په وخت وویل چې افغان حکومت د طالبانو د "نامشروع عوایدو" د مخنیوي لپاره ځانګړي قطعات جوړ کړي دي.

هغه وویل "په دې نوي تشکیل کې قوماندان د خاصو قطعاتو د اردو په راس کې، په څنګ کې یې د پولیسو خاص قطعات یو معاونیت، د خاصو قطعاتو لوا د هوايي دویم معاونیت، د امنیت ملي خاص قطعات درېیم معاونیت او د دې لپاره چې دوی قوي ملاتړ ولري یو مشترک نهاد هم ورسره ترڅنګ موجود دی چې د دوی ترمنځ قوي هماهنګي ولري او په موادو مخدرو کې د هغوی نه هم یو نفر چې یو معاونیت دی خاص د دې لپاره چې د طالبانو ټول درامد غیر مشروع دی، د غیر مشروع د درامد د مخې نیولو لپاره دا قطعات جوړ شوي دي".

ښاغلي محب وویل د طالبانو ۵۵۰۰ بندیان چې افغان حکومت خوشې کړي په کې یو شمېر د مخدره موادو قاچاقبران او مجرمین هم شامل و.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي محب دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې د تروریزم او مخدره موادو پر ضد د موثرې مبارزې لپاره د اردو، پولیسو، ملي امنیت او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړي قطعات تر یوې قوماندې لاندې راغلي او دغه راز ځانګړي هوايي ځواکونه هم ورسره ملتیا کوي.
XS
SM
MD
LG