د لاس رسي وړ اتصالات

د قاچاقبرانو پر ضد د کورنیو چارو د نوي سرپرست وزیر د مبارزې ژمنه


د قاچاقبرانو پر ضد د کورنیو چارو د نوي سرپرست وزیر د مبارزې ژمنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

د کورنیو چارو نوی سرپرست وزیر حیات‌الله حیات وايي چې د مخدره موادو قاچاقبر او جنایتکارې ډلې د افغانانو پر لمن تور داغونه دي او ولس له حکومت څخه غواړي چې دوی ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.


د کورنیو چارو نوی سرپرست وزیر حیات‌الله حیات وايي چې د مخدره موادو قاچاقبر او جنایتکارې ډلې د افغانانو پر لمن تور داغونه دي او ولس له حکومت څخه غواړي چې دوی ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ښاغلي حیات تېره ورځ د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د لیدنې پر مهال وویل چې په افغانستان کې هېڅوک له قانون څخه لوړ نه دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي "د افغانستان د ولسونو غوښتونه دا ده، چې زورواکي، جنایتکاران، د مخدره موادو قاچاقبران دا باید ستاسو د باز په شان په منګولو ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي".

هغه وایي د دغو ورانکارو عناصرو کړنې په ځینو سیمو کې د افغانانو د بې‌ عزتۍ لامل شوي.

ښاغلی حیات دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په ۱۳۹۹ کې د قاچاقبرانو د نیولو لپاره څه باندې ۲۷۰۰ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې کابو څلور زره او ۳۸۰ کسان د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي.

افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې همدارنګه سلګونه ټنه بېلابېل ډوله مخدره مواد کشف او ضبط کړي او د مخدره موادو او الکولي مشروباتو د پروسیس او تولید ۶۰ لابراتوارونه او فابریکې یې له منځه وړې دي.
XS
SM
MD
LG