د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې کروندګر د سبزیجاتو لپاره مارکېټ غواړي


په ننګرهار کې کروندګر د سبزیجاتو لپاره مارکېټ غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

په ننګرهار کې ډېری کروندګر چې پخوا یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرل اوس یې د بېلا بېلو سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده.


په ننګرهار کې ډېری کروندګر چې پخوا یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرل اوس یې د بېلا بېلو سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده.

دغه کروندګر شکایت لري چې حکومت ورسره د سبزیجاتو په خرڅلاو او بازار موندنه کې مرسته نه ده کړې چې له امله یې له تاوان سره مخ کیږي.

کروندګر کریم الله مومند وايي وایي ډېر کله خو پرې د پټي سره او تخمونه له جیبه راشي ځکه د کړې خوارۍ قیمت هم نه پوره کوي، ځکه نو د بازار موندنې په برخه کې له حکومته مرسته غواړي.

هغه وايي " موږ په ډېره سخته دغه سبزیجات کرو، د دې تخمونه او سره ډېره ګرانه ده، خو کله چې د حاصل وخت راشي، دومره ګټه نه کوي، څوک یې نه اخلي او بیه یې هم ټیټه وي".

د ننګرهار کرنې اداره وایي چې ځینو سبزیجاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو پر جوړلو کار روان دی، خو مهمه مسئله دا ده چې دوی غواړي کروندګرو ته د مارکیټ مطابق کښتونو سپارښتنه وکړي تر څو یې ګټه ډېره وي او تاواني نه شي.


XS
SM
MD
LG