د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان: هغه کورنۍ چې د نشه یي توکو لپاره خپلې غواګانې پلوري


نورستان: هغه کورنۍ چې د نشه یي توکو لپاره خپلې غواګانې پلوري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې داسې لوی کلی چې بسته کورنۍ یې په نشه يي توکو معتادې شوي.


د نورستان ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې داسې لوی کلی چې بسته کورنۍ یې په نشه يي توکو معتادې شوي.

دغه کلی د درملنې لپاره روغتون نه لري، خو اوس چارواکي وایي چې د روغتون جوړولو لپاره یې هڅې زیاتې کړي دي.

دا د نورستان په لرې پرته ولسوالۍ برګمټال کې د افسی په نامه هغه کلی دی چې بسته فامیلونه پکې د اپینو په نشه معتاد دي.

دلته چې تر پنځه سوه کورنۍ ژوند کوي، هیڅ روغتیايي مرکز نه لري او چې څوک یې ناروغ شي نو د کونړ مرکز اسداباد یا جلال اباد ته یې وړي او د ناروغ د انتقال دا چاره له پنځو تر شپږو ساعتونو اخلي، هغه هم ټوله لاره یې خامه ده.

ددې ځای اوسېدونکي وايي د روغتیايي مرکز د نه شتون په وجهه به یې ناروغانو ته د درد ارامولو لپاره اپین ورکول او اوس دې کیسه دې حد ته رسېدلې ده چې په کلي کې بسته کورنۍ، سړي، ښځې او ماشومان معتاد شوي دي.

د نورستان د افسي کلي اوسېدونکی محمد رفیق وایي " دومره معتاد شوي چې ځينې کسان د خپلو غواګانو په بدل کې دومره ډېر اپین اخلي او بیا یې د کور له نورو غړیو سره په شریکه څکوي، داسې چې اپین په یوه خونه کې د اور په سکروټو ږدي او په وړو پایپونو یې لوګی راکش کوي".

څلور کاله مخکې ولسمشر محمد اشرف غني دغه کلي د هغه پېښې د غمرازۍ لپاره ورغلی و چې واورې ښوېیدنې پکې لسګونه کسان مړه او ژوبل کړي وو.

محمد اشرف غني ددغه ځای له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د معتادینو د درملنې لپاره به ورته ځانګړی روغتون جوړ کړي، خو دغه چاره تر اوسه هم لا پاتې ده.

ځايي خلک وايي که حکومت یې روغتیا او سرک ستونزه اواره نه کړي نو د معتادینو دغه کچه نوره هم لوړېدلی شي.


XS
SM
MD
LG