د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د نشه يي توکو د نه کرلو تړون


په پکتیا کې د نشه يي توکو د نه کرلو تړون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د پکتيا په اريوب ځاځي ولسوالۍ کې د ځينو سيمو کروندګرو پر خپلو ځمکو د بنګو د نه کرلو تړون کړی دی خو له دولت څخه د حلالو کښتونو د تخمونو او کيمياوي سرې مرسته غواړي.


د پکتيا په اريوب ځاځي ولسوالۍ کې د ځينو سيمو کروندګرو پر خپلو ځمکو د بنګو د نه کرلو تړون کړی دی خو له دولت څخه د حلالو کښتونو د تخمونو او کيمياوي سرې مرسته غواړي.

د دغې ولسوالۍ د علي‌سنګي کلي اوسېدونکی اکبر جان پر خپله يوه اندازه دغه ځمکه مۍ کري، دا هغه ځمکه ده، چې تېر کلونه به يې بنګ پرې کرل.

اکبرجان وايي، چې د دغې سيمې نورو کروندګرو هم په دې وروستيو کې د قومي تړون او ناغې پر اساس د چرسو پرځای د حلالو کښتونو کرکيلې ته مخه کړې.

هغه وايي "مخکې به خلکو چرس کرل، اوس قوم پرېکړه کړې چې د چرسو پرځای بايد لوبيا او داسې نور مواد وکرل شي. د تجربې لپاره چې څنګه حاصل ورکوي، اوس مو مۍ وکرلې. د لوبيا پيداوار ماشاءالله ښه دی".

اريوب ځاځي د پکتيا له هغو سيمو څخه يوه ده،‌چې په زياته اندازه چرس په کې کرل کيږي،‌خو د تېرکال راهيسې د دغې ولسوالۍ د يو شمېر کليو مشرانو د چرسو پر کرکيلې بنديز لګولی دی.

قومي مشر عیسی جان څاروان د نورو سيمو له کروندو هم غوښتنه لري،‌چې په خپلو سيمو کې د مخدراتو له کرلو لاس واخلي.

هغه وايي "د ځاځي آريوب له ټولو شپږو قومونو څخه مو دا غوښتنه ده چې چرس بند کړئ،‌په دې کې د آينده نسل لپاره خير دی. خلک تعليم ته متوجه کړئ چې تعليم وکړي. د دغه شي (چرسو) مخنيوی وکړئ".

خو له دې سره، سره د دې ولسوالۍ د زياترو سيمو کروندګر لاهم د بنګو په کرکيله بوخت دي. اوسېدونکي يې نيوکه لري، چې ګوندې د حلالو کښتونو د ودې او پرمختيا لپاره ورسره لازمه مرسته نه ده شوې.

په ټوليزه توګه سيدکرم، احمد آبا، اريوب ځاځي او يو شمېر نورې د پکتيا هغه سيمې دي،‌چې يو شمېر کروندګر يې د بنګو په کرکيله بوخت دي.
XS
SM
MD
LG