د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه یي توکو پر ضد د پکتیکا د پولیسو هڅې


د نشه یي توکو پر ضد د پکتیکا د پولیسو هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

د پکتیکا امنیه قوماندان وايي چې په دغه ولایت کې یې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او په تېره یوه نیمه میاشت کې یې په دې تړاو ۱۷ کسان نیولي دي.


د پکتیکا امنیه قوماندان وايي چې په دغه ولایت کې یې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او په تېره یوه نیمه میاشت کې یې په دې تړاو ۱۷ کسان نیولي دي.

سمونوال لطف الله کامران وايي چې له دغو کسانو سره یې بېلا بېل نشه يي توکي هم نیولي دي.

ښاغلی کامران وايي " له دوی سره مو شیشه نیولې او همداشان مو له دوی سره تریاک، پوډر، چرس او ټابلیټ کا هم نیولې، زموږ مبارزه له نشه يي توکو سره او هغه څوک چې کاروبار یې کوي ډېره جدي ده".

د پکتیکا امنیه قوماندان وایي تازه یې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو یو کس نیولی چې د مرکز ښرنې تر څنګ یې په ولسوالیو کې هم د تریاکو، شیشې او پوډرو کاروبار کاوه.

XS
SM
MD
LG