د لاس رسي وړ اتصالات

د سرپل پولیسو ۱۰۴۴ کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول


د سرپل پولیسو ۱۰۴۴ کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

د افغانستان په شمال سرپل کې پولیسو د شنبې په ورځ څه باندې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي وسوځول.


د افغانستان په شمال سرپل کې پولیسو د شنبې په ورځ څه باندې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي وسوځول.

د سرپل امنیه قوماندانۍ وايي چې دا نشه‌یي توکي د دغه ولایت پولیسو په تېر یو نیم کال کې نیولي وو چې نن د سرپل مرکز اړوند په پشته قره سیمه کې وسوځول شول.

د سرپل د امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال سمونوال شاه مرزا صوفي‌زاده وايي "دا بېلابېل ډوله نشه‌يي مواد چې ۱۰۴۴ کیلوګرامه دي د نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې مدیریت په ۲۶ عملیاتو کې نیولي دي او په تړاو یې ۲۷ شکمن کسان نیول شوي چې دوسیې یې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي".

د سرپل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو پر اساس په دغو نشه‌يي توکو کې څه باندې ۳۶۹ کیلو ګرامه اپین، کابو یو نیم کیلو چرس، نږدې نیم کیلو هیرویین، څه باندې ۴۰۰ ګرامه شیشه، کابو ۷۰ لیټره الکول، ۶۰۴ لیټره تخمیر شوي ممیز، او څه باندې ۱۱ګرمه K ټابلیټونه شامل وو.

پولیسو د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي په عملیاتو کې دوه موټر، یو موټرسایکل، یو میل کلاشینکوف او دوه میله تفنګچې هم نیولي دي.
XS
SM
MD
LG