د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا پولیس: د نشه يي‌توکو پر وړاندې مو مبارزه ګړندۍ کړې ده.


د پکتیکا پولیس: د نشه يي‌توکو پر وړاندې مو مبارزه ګړندۍ کړې ده.
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

د پکتيکا پولیس وايي چې په تېرو څو ورځو کې یې د نشه يي توکو یو شمېر پلورنکي او قاچاقبران له بېلا بېل ډول نشه يي توکو سره نیولي او قضايي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.


د پکتيکا پولیس وايي چې په تېرو څو ورځو کې یې د نشه يي توکو یو شمېر پلورنکي او قاچاقبران له بېلا بېل ډول نشه يي توکو سره نیولي او قضايي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي، د مخدراتو یو شمېر پرچون پلورونکي یې په ارګون ولسوالۍ کې نیولي او دوه تنه نور یې هغه مهال نیول شوي چې له غزني څخه یې پکتیکا ته نشه يي توکي قاچاقول.

ارین وايي "موږ ارګون ولسوالۍ ته خاصه توجه لرو په دې وروستیو کې مو هلته عملیات ترسره کړل او څو تنه د مواد مخدر پرچون فروشان مو ونیول له دوی سره مو چرس، هیروین، مورفین او نور مخدرات هم ونیول او د قانون منګولو ته مو وسپارل د بعضو قضیې غټي وې هغه مو کابل ته ولېږل. په پلان کې لرو یو شمېر نور چې زمونږ په لیست کې دي ونیول شي. دغه نشه يي توکي د غزني له لارې پکتیکا ته انتقالېږي چې څه وخت مخکې مو دوه تنه د یو شمېر شیشې سره ونیول".

په دې وروستیو کې د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګډون په ارګون کې د نشه يي‌توکو د خرڅلاو او اسانه لاسرسي په اړه د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.

د دې ولایت اوسېدونکي له پولیسو غواړي دا چې د معتادینو شمېر ورځ تر بلې زیات نه شي نو باید د نشه يي‌توکو د خرڅلاو او قاچاق د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
XS
SM
MD
LG