د لاس رسي وړ اتصالات

هغه سرتېری چې د نشو له لاسه یې دنده وبایلله


هغه سرتېری چې د نشو له لاسه یې دنده وبایلله
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

د ننګرهار اوسېدونکی خان افضل چې د غزني په پولیسو کې یې دنده لره د نشو له امله یې نه یوازې دنده له لاسه ورکړې بلکې له څو میاشتو راهیسې کور ته هم نه شي تلی.


د ننګرهار اوسېدونکی خان افضل چې د غزني په پولیسو کې یې دنده لره د نشو له امله یې نه یوازې دنده له لاسه ورکړې بلکې له څو میاشتو راهیسې کور ته هم نه شي تلی.

هغه چې له لسو کلونو راهیسې په نشو اخته دی وايي وايي دی نه پوهېدی چې ملګری یې په سګرېټو کې پوډر ورکوي.

خان افضل وايي "واده مې کړی درې زامن او درې لوڼې لرم، دوې میاشتې کېږي هغوی مې همداسې پرې ایښي دي او په دې نه دي خبره چې زه چېرته یم ژوندی یم که مړ یم. درې واره مې هلمند کې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې، له هغه وروسته مې په غزني ولایت کې د پولیس په حیث دنده ترسره کوله. کله چې له رخصتۍ وروسته له کوره راغلم دلته یې غیرحاضر کړی وم او کله چې یې زما وضیعت ولیدی، ویل ستا غیرحاضري نه خلاصېږي کور ته لاړ شه".

هغه چې دا مهال په غزني کې له نورو معتادینو سره شپې سبا کوي وايي چې کور ته د تګ لپاره پیسې نه لري او دا چې معتاد دی هیڅوک مرسته هم نه ورسره کوي.
XS
SM
MD
LG