د لاس رسي وړ اتصالات

معتادینو ته د حرفه‌يي زده‌کړو په بهیر کې غفلت


معتادینو ته د حرفه‌يي زده‌کړو په بهیر کې غفلت
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د امید په نوم د معتادینو د حرفه‌یي زده‌کړو د مرکز کارکوونکي یې د غفلت او سم کار نه کولو له امله له دندو ګوښه کړي دي.


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د امید په نوم د معتادینو د حرفه‌یي زده‌کړو د مرکز کارکوونکي یې د غفلت او سم کار نه کولو له امله له دندو ګوښه کړي دي.

د امید په نوم دغه مرکز چې د کابل په لویدیځ کې د ابن‌سینا د معتادینو د درملنې له زر بستریز مرکز سره جوخت پروت دی د دې لپاره جوړ شوی چې په کې معتادینو ته له درملنې وروسته په مختلفو برخو کې د کار کولو مهارتونه زده کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته‌ینج وايي چې هغه په خپله له دغه مرکز څخه لیدنه کړې چې په وینا یې ټول کارونه په کې د تمې خلاف وو.

ښاغلی ته‌ینج "موږ د امید په نوم یو کمپ لرو او په کې هغه کسان ساتو او ورته فن او حرفه ښیو چې مخدره مواد یې خوشې کړي، زه د دغه کمپ لیدو ته تللی وم خدای شاهد دی کوم وضعیت چې ما په دې کمپ کې ولید، افرین دې هغو کسانو ته وي چې مخدره مواد یې پرېښي او زموږ په امید هلته راغلي ترڅو یو څه زده کړي، نه یې ډوډۍ د انسانانو ډوډۍ ته پاتې کېده، نه یې ځای او نه هم هغه چلند چې ورسره کېده، ما هیڅ دا ونشول زغملی چې هلته بدلون رانوړم، زموږ همکاران ډېر ښه معاش اخلي خو کوم کار چې باید وکړي او هغه معتاد چې همت یې کړی او د اعتیاد په څیر بد عمل یې خوشې کړی، باید ورسره لکه ورور، مور او خور چلند وکړي نه دا چې هدف یې یوازې معاش اخیستل وي نو له همدې امله مې دوی ګوښه کړي و".

ښاغلی ته‌ینج وايي د دغو کسانو شمیر ۳۳ تنو ته رسېږي چې د عبرت لپاره د کار او ټولنیزو چارو له وزارت څخه لرې شوي دي.

دی وايي چې دا تش بستونه اوس اعلان ته تللي او ګوښه شویو کسانو ته یو ځل بیا موقع ورکړل شوې ترڅو ځانونه کاندید کړي او د بریالي کېدو په صورت کې په سمه توګه خپلې دندې ترسره کړي.
XS
SM
MD
LG