د لاس رسي وړ اتصالات

یو رکشه چلوونکی څنګه معتاد شو؟


یو رکشه چلوونکی څنګه معتاد شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

د زابل اوسېدونکی رحمت الله هغه مهال په پوډرو اخته شو چې کله یې نورو ملګرو ته د پیسو لپاره نشه يي توکي رسول.


د زابل اوسېدونکی رحمت الله هغه مهال په پوډرو اخته شو چې کله یې نورو ملګرو ته د پیسو لپاره نشه يي توکي رسول.

هغه چې اوس په غزني کې له نورو معتادینو سره اوسیږي وايي رکشه یې چلوله، ښه ژوند یې درلود خو په نشو اخته کېدو یې هر څه بدل کړل.

دغه معتاد وايي"مخکې مې چرس څکول له چرسو وروسته یو نفر پیسې راکولې چې ما ته پوډر راوړه، ما رکشه چلووله ما به چرس څکول ده به پوډر څکول نو ما ته به یې ویل ونیسه یو دود، ما به ورته ویل چې یا زه یې نه څکوم پر ما بد لګېږي، بله ورځ یې مجبور کړم یو دود مې وڅکول او له یو دود څخه یې سم دم معتاد کړم‌".

رحمت الله چې هره ورځ په سلګونو افغانۍ پر پوډرو ورکوي وايي که یې د درملنې غم وخوړل شي نو له نشه يي توکو به لاس واخلي او بېرته به خپل عادي ژوند ته وګرځي.

XS
SM
MD
LG