د لاس رسي وړ اتصالات

خوست: د زعفرانو له کښتونو د کروندګرو خوښي


خوست: د زعفرانو له کښتونو د کروندګرو خوښي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

په خوست کې يو شمېر کروندګر پر خپلو ځمکو د زعفرانو له کرلو خوښ دي او وايي چې د نورو کرنيزو توکو په پرتله د زعفرانو هم کرکيله اسانه ده او هم يې عايد ډېر دی.


په خوست کې يو شمېر کروندګر پر خپلو ځمکو د زعفرانو له کرلو خوښ دي او وايي چې د نورو کرنيزو توکو په پرتله د زعفرانو هم کرکيله اسانه ده او هم يې عايد ډېر دی.

کروندګر وايي که زعفرانو ته لازمه بازار موندنه وشي نو ډېری خلک به د نشه یي توکو پر ځای د زعفرانو کرلو ته مخه کړي.

کروندګر زرولي خان خپله دوه نيم جريبه ځمکه زعفرانو ته ځانګړې کړې او د تېرو دريو کلونو راهيسې ترې حاصل ټولوي او بيا يې په خرڅلاو سره د خپل کور اړتياوې رفع کوي.

له ده سره يې ورور هم د زعفرانو د ګل په ټولو کې مرسته کوي. د تېرو څو ورځو راهيسې چې زعفران يې په ګل راغلي، دا دريم ځل دی چې ټولوي يې. د هغه په وينا د دې نبات کرکيله آسانه ده.

هغه وایي "حاصل ښه دی، بالکل ښه دی. اول کال هم صحيح و، تېرکال هم صحيح و. سږ يې اوس ټولو، اوس يې دويم دريم ځل دی چې شکوو يې. لس دولس ځلې شکوو. حاصل يې ښه دی، بيخي روغ حاصل يې دی. خواري يې نشته. لکه د نورو سبزيجات په پرتله سلمه حصه خواري هم نه لري".

زرولي خان وايي، چې ځمکه يې للمي ده او له دې کبله چې زعفران ډېرو اوبو ته اړتيا نه لري او عوايد يې هم د نورو کرونيزو محصولاتو په پرتله بيخي ډېر دي، نو د زعفرانو کرکيلې ته يې مخه کړه.

د زعفرانو دغه کروندګر وایي "اول کال مې شپږ سوه ګرامه ټول کړي وو، کم و زيات ۴۰ زره افغانۍ مو ترلاسه کړې. پروسږ کال ۵۵۰ ګرامه وو، ۳۰ افغانۍ مو په ترلاسه کړې. سږ هم انشاالله زعفران روغ دي، ښه نتيجه ورکوي. سږ هم دغسې جوړوي. ۲۸ زره، ۳۰ زره".

د خوست کرنې رياست مسئولین وايي د تېرو اوو کلونو راهيسې يې په دغه ولايت کې د بديل معيشت په توګه د زعفرانو د ترويج هڅې پيل کړي چې له امله یې د زعفرانو کروندګر زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG