د لاس رسي وړ اتصالات

سحر په خپل شخصي لګښت معتادو ښځو ته حرفوي زده کړې ورکوي


سحر په خپل شخصي لګښت معتادو ښځو ته حرفوي زده کړې ورکوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00

ډاکټره سحر چې په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په ۵۰ بستریز مرکز کې د رواني ډاکټرې دنده په غاړه لري په خپل شخصي لګښت یې معتادو ښځو ته د حرفې زده کولو زمینه برابره کړې ده.


ډاکټره سحر چې په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په ۵۰ بستریز مرکز کې د رواني ډاکټرې دنده په غاړه لري په خپل شخصي لګښت یې معتادو ښځو ته د حرفې زده کولو زمینه برابره کړې ده.

ډاکټره سحر وايي چې مثبته بوختیا او د حرفې زده کول د معتادو ښځو په درملنه کې مثبت رول لوبوي او دغه راز دوی کولی شي چې له دې لارې عواید ترلاسه کړي.

سحر وايي "سره له دې چې دوی ته رواني سلامشورې ورکوم، د حرفې په برخه کې هم ما په خپلې شخصې بودجې دوی ته ګریشنیل، تار، ستن او مرۍ اخیستي ترڅو ناروغ وباندې بوخت وي او له رواني پلوه د دوی روحیه پیاوړې شي. د دې ترڅنګ کله چې دوی ۴۵ ورځې موده پوره کوي، دوی کولی شي چې له دې لارې عواید ترلاسه کړي".

سحر وايي معتادې ښځې ښه استعدادونه لري او که لاسنیوی یې وشي نو دوی د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ هم کولی شي.

هغه له حکومت څخه غواړي چې د معتادو ښځو ته له درملنې وروسته د حرفې ښودلو یو مرکز جوړ کړي او یا دوی ته بودجه برابره کړي ترڅو په مختلفو برخو کې دغو ښځو ته حرفه وښودل شي او په خپلو پښو ودرېږي.
XS
SM
MD
LG