د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: د سبزیجاتو د تخمونو بازار ښه شوی


ننګرهار: د سبزیجاتو د تخمونو بازار ښه شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

په جلال اباد کې د سبزیجاتو د تخمونو پلوورنکي وايي دا چې ډېری کروندګرو په ننګرهار او شاوخوا ولایتونو کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر ځای د سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده، نو د دوی بازار هم ورسره ښه شوی دی.


په جلال اباد کې د سبزیجاتو د تخمونو پلوورنکي وايي دا چې ډېری کروندګرو په ننګرهار او شاوخوا ولایتونو کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر ځای د سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده، نو د دوی بازار هم ورسره ښه شوی دی.

په جلال اباد کې د سبزیجاتو د تخمونو په یو وړوکي مارکیټ ته له ډېرو سیمو نه خلک د تخمونو اخیستلو ته راځي.

د همدې مارکیټ یو دوکاندار صفت الله وايي دا چې ډېرو خلکو د تریاکو پر ځای حلالو فصلونو کرلو ته مخه کړې ده نو ځکه له دوی څخه د سبزیجاتو د تخمونو خرڅلاو زیات شوی دی.

هغه وايي " پخوا خو به خلکو کوکنار کرل او زموږ تخمونه به نه خرڅېدل، ځکه موږ خو د سبزیجاتو تخمونه خرڅوو، خو اوس زموږ د تخمونو خرڅلاو زیات شوی دی او خلک سبزیجات کري".

که څه هم پخوا به هر ځای کې د تخمونو خرڅلاو کېدو او ډېر کله به دغه تخمونه خراب ختل، خو اوس کروندګر له دې مارکېټ څخه تخمونه اخلي، چې کیفیت یې تر نورو ځایونو ښه دی.

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي استاد سفیر احمد افغانیار چې پخپله هم په دغه مارکیټ کې دکان لري، وايي که له یوه اړخه د تخمونو کیفیت ښه شوی دی نو له بله پلوه ډېر داسې خلک پېژني چې د سبزیجاتو له کر سره یې ژوند بدلون کړی دی.

هغه وايي" پخوا چې کوکنار وو نو د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه و، خو اوس چې ډېرو خلکو سبزیجاتو کر ته مخه کړې ده نو د کروندګرو اقتصادي حالت هم ښه شوی دی او زه فکر کوم چې لږ نور کار هم وشي نو د کرنې برخه کې به پرمختګ وشي".

په لرې پرتو سیمو کې د کروندګرو نیوکه دا ده چې د ښه کیفیت تخمونه نه شي موندلی، ځکه یې حاصلات بې خونده وي، خو د کرنې ادارې وايي چې کروندګر دې ددې برخې له متخصصینو سره په مشوره تخمونه وکري چې حاصلات یې ښه وي.
XS
SM
MD
LG