د لاس رسي وړ اتصالات

خان محمد: د نشو له امله مې هنر او د خلکو مینه دواړه له لاسه ورکړل


خان محمد: د نشو له امله مې هنر او د خلکو مینه دواړه له لاسه ورکړل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

محلي سندرغاړی خان محمد چې یو وخت به یې په سندرو او اتڼ په غزني کې د خلکو محفلونه ښکلي وو، له څو کلونو راهیسې په نشه يي توکو اخته دی.


محلي سندرغاړی خان محمد چې یو وخت به یې په سندرو او اتڼ په غزني کې د خلکو محفلونه ښکلي وو، له څو کلونو راهیسې په نشه يي توکو اخته دی.

هغه چې د موسیقۍ نږدې ۲۰۰ کسیټونه یې ثبت کړي وايي، چې د موسیقۍ د هنر له امله خلکو مینه ورکوله، خو د نشو له لاسه یې دغه هنر او د خلکو درنښت دواړه وبایلل.

خان محمد وایي "ما به د ۳۰۰ کسانو ساعت ور تېراوه، د دوی به هم ساعت تېر وو، او زما به هم، خو چې په دې نشه يي توکو اخته شوی یم نه زه خلکو ته خوند ورکوم او نه هم ما ته خلک خوند راکوي".

دغه محلي سندرغاړي وايي چې په میاشتو کور ته نه دی تلللی او نه یې له کورنۍ سره یو ځای چای او ډوډۍ خوړلې.

خان محمد وايي چې د ښه ژوند لپاره یې ډېر ارمانونه لرل، خو په نشو اخته کېدو یې هر څه له خاورو سره خاورې کړل.
XS
SM
MD
LG