د لاس رسي وړ اتصالات

غزني: د اته کلن ماشوم له کړاوونو د ډک ژوند کیسه


غزني: د اته کلن ماشوم له کړاوونو د ډک ژوند کیسه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

اته کلن عزت الله چې پلار یې په نشه يي توکو اخته دی، د کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره ټوله ورځ په غزني ښار کې سپلني دودوي.


اته کلن عزت الله چې پلار یې په نشه يي توکو اخته دی، د کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره ټوله ورځ په غزني ښار کې سپلني دودوي.

دغه ماشوم چې له کړاوونو ډک ژوند لري وايي بل یې ورور یې په ښار کې د خلکو بوټونه رنګوي.

عزت الله وایي پلار یې په څو میاشتو کې یو ځل کور ته ورځي، د کور شیان پټوي او په پیسو یې پوډر اخلي.

هغه وايي "دا دوه درې کاله کیږي پلار مې پوډري دی، زما یو نشه يي ماما په پوډرو اخته کړ، هر شی له کوره پټوي، مور مې وهي، زموږ یوه رکشه وه هغه یې هم خرڅه کړه".

دغه تنکی ماشوم د ژوند له ټولو ناخوالو سره-سره د زده کړو هوډ هم لري، وایي مور یې ورته ویلي چې له رخصتیو وروستیو به یې په ښوونځي کې داخل کړي، چې د کار تر څنګ زده کړې هم وکړي.

د عزت الله لویه هیله دا ده چې پلار یې له نشو لاس واخلي، دی او ورور یې زده کړې وکړي او د یو ښه ژوند څښتنان شي.
XS
SM
MD
LG