د لاس رسي وړ اتصالات

د هوا له لارې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۱۲ کسان نیول شوي


د هوا له لارې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ۱۲ کسان نیول شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:17 0:00

د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په حامد کرزي او د بلخ په مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګرونو کې یې د یوې اونۍ په ترڅ کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په حامد کرزي او د بلخ په مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګرونو کې یې د یوې اونۍ په ترڅ کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا ضیا وايي چې له دوی څخه شپږ یې پرون او شپږ نور یې تېره اونۍ داسې مهال نیول شوي چې غوښتل یې نشه يي توکي بهر ته قاچاق کړي.

ښاغلی ضیا وايي" د دې کسانو له ډلې څخه پنځه تنه سره له څلورو کیلو ګرامو هیرویینو د بلخ مولانا جلال الدین بلخي او یو بل تن د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې له یو کیلو هیرووینو سره ونیول شو".

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي چې تېره اونۍ هم د نشه يي توکو د قاچاق په تور شپږ کسان د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي دي.

ښاغلی ضیا وايي دغو تورنو کسانو غوښتل چې د هوا له لارې نشه يي توکي هند ته قاچاق کړي.


XS
SM
MD
LG