د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا: د نشه يي توکو یو کاروباري نیول شوی دی


پکتیکا: د نشه يي توکو یو کاروباري نیول شوی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:17 0:00

د پکتیکا پولیسو د دغه ولایت په بکخیل ولسوالۍ کې یو تن چې د نشه یي توکو کاروبار یې کاوه له نشه یي توکو سره یو ځای نیولی.


د پکتیکا پولیسو د دغه ولایت په بکخیل ولسوالۍ کې یو تن چې د نشه یي توکو کاروبار یې کاوه له نشه یي توکو سره یو ځای نیولی.

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي چې له نیول شوي کس سره شاوخوا سل ګرامه شیشه، یو مقدار پوډر، درې میله تفنګچې او د یو میل کلاشنکوف په شمول یو شمېر نور وسایل هم نیول شوي دي.

هغه وايي " دغه کس چې رحیم نومېږي د پکتیکا ولایت د بکخېل ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه د نشه يي توکو پرچون فروش دی، د کشفي راپورونو پر اساس د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو هلته عملیات ترسره کړل او یاد کس یې له نشه يي توکو او وسلو سره یو ځای ونیوی".

امنیه قومانداني وايي چې نیول شوی کس تر پوښتنو او تحقیق لاندي دی او وروسته به قضايي ارګانونو ته ور وپېږندل شي.

XS
SM
MD
LG