د لاس رسي وړ اتصالات

په یوه اونۍ کې د نشه يي موادو په تړاو د ۴۱ کسانو محاکمه


په یوه اونۍ کې د نشه يي موادو په تړاو د ۴۱ کسانو محاکمه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:12 0:00

د افغانستان د مسکراتو او نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې په تېره یوه اونۍ کې یې د ۴۰ قضیو په تړاو د نشه‌يي موادو ۴۱ قاچاقبر د بند په سزا محکوم کړي دي.


د افغانستان د مسکراتو او نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې په تېره یوه اونۍ کې یې د ۴۰ قضیو په تړاو د نشه‌يي موادو ۴۱ قاچاقبر د بند په سزا محکوم کړي دي.

د دغه مرکز ویاند خالد موحد وايي چې په دغو کسانو کې درې ښځې هم شاملې دي.

هغه وايي له دې شمېرې اته کسه له دوه نیمو کلونو څخه نیولې تر اتلسو کلونو د بند په سزا محکوم شوي او ۳۳ نورو ته تنفیذي حبس سزا اورول شوې ده.

ښاغلی موحد وایي کشفي ارګانونو له دغو کسانو څخه کابو ۶۸کیلوګرامه هیرویين، ۴۲کیلوګرامه مورفین، څه باندې ۱۴۱ کیلوګرامه اپین، کابو ۲۰ کیلوګرامه شیشه، ۱۹۶کیلوګرامه چرس، نږدې دوه کیلوګرامه کافین او ۸۰۰ کیلوګرامه د بنګو دانې نیولې دي.

هغه وايي چې پولیسو د غويي میاشتې په دویمه اونۍ کې د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور د نیول شویو ۲۱ کسانو قضیې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

خالد موحد وايي "د روانې میاشتې په دویمه اونۍ کې په مجموعي‌ توګه ۱۷ قضیې چې په کې ۲۱ شکمن کسان شامل ول، له اتو ولایتونو څخه مرکز ته سپارل شوي، چې ټولې قضیې لومړی د تدقیق په مدیریت او لابراتوار کې د ۷۲ ساعتونو په موده کې بررسي شوي‌ او له هغې وروسته څارنوالۍ ته د لا ژورو څیړنو په موخه استول شوي، په مجموعي‌ ډول کومې قضیې چې د ابتدائیه او استیناف څارنوالۍ له خوا محاکمو ته پریکړې لپاره استول شوې وې د ابتدائیه او استیناف محکمې له خوا څه باندې ۳۱ قضیو په اړه پریکړې وشوې او په تړاو یې حکمونه صادر شول".

په دغو کسانو یو شمېر هغه قاچاقبران هم شامل دي چې په خپلو ګېډو او سفري بیکونو کې یې مخدره مواد د هوايي ډګرونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته قاچاقول.

XS
SM
MD
LG